اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي او په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو خواشني او ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ویلي، د تاوتریخوالي زیاتېدو دوی سخت اندېښمن کړي، نو ځکه له طالبانو غواړي، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي او اوربند وکړي.
اروپايي ټولنې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او په ځانګړي ډول د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سخت اندېښمن دي.
په اعلامیه کې ویل شوي«موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو، چې تاوتریخولای ودروي او ژر تر ژره اوربند ومني.»
د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې پر وروستیو تاوتریخوالیو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو ژوره خواشنی ښودلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د سولې د نړیوالې ورځې په تاړاو خپره کړې اعلامیه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د سولې د مذاکراتو له رامنځ ته شوي پرست څخه ګټه واخلي.
اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه پر داسې مهال له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه کوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي.
افغان لوی هڅه کوي، چې طالبان اوربند ته وهڅوي، خو طالبان وایي تر چې د جګړې پر عواملو خبرې نه وي شوې، نه اوربند کوي او نه هم اړتیا ویني، چې اوربند وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل