۰

اروپايي ټولنه: طالبان دې سولې ته لیکلې طرحه وړاندې کړي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او د سولې بهیر د ګړندي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
اروپايي ټولنه: طالبان دې سولې ته لیکلې طرحه وړاندې کړي
اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او د سولې بهیر د ګړندي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسون چې د سولې په اړه اسلام آباد ته په سفر تللی وايي، د افغان سولې د مذاکراتو وخت په تېرېدو دی و به داسې حال کې، چې نړیوال ځواکونه وځي، دا خبرې باید ګړندۍ شي.

ده زیاته کړې«وخت له لاسه وځي او تر اوسه د سولې په خبرو کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی چې د دې لپاره باید ډېر څه وشي.»

د نوموړي په وینا، د رښتوني پرمختګ لپاره باید اساسي وړاندیزونه د افغانستان او د مذاکراتو د نتیجو لپاره د دواړو لوریو له خوا وشي چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وړاندې کړي.

نېکلاسون له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته ویلي، اسلام آباد باید پر طالبانو له خپل اغېز څخه استفاده وکړي څو دا ډله د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړي.

نوموړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، طالبان تراوسه د سولې د مذاکراتو لپاره طرحه نه لري او که یوازې د اسلامي امارت غوښتنه کوي همدا موضوع دې هم د خبرو پر میز د بحث لپاره وړاندې کړي.
 
نیکلاسون ویلي«ښایي د طالبانو طرحه افراطي وي او ممکن یوازې دا یوه خبره د خبرو لپاره وکړي چې اسلامي امارت غواړو خو همدا خبره هم د بحث لپاره ښه ده چې تر دې وروسته وګورو چې څه پرمختګ په کې کېږي او دواړه لوري له کومو ټکیو د پرمختګ لپاره په شا کېږي.»

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي، چې دوی لیکلی پلان لري، خو علني یې نه شریکوي او بهرنیانو ته یې هم نه ورښکاره کوي.

مجاهد زیاته کړې، چې دوی دا پلان د اصلي خبرو لپاره ساتلی دی.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي