اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د دغه تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د یادې ټولنې مرستیال استازي ارناوت پاولیس ویلي، د سولې خبرو سره هممهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې د منلو نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کار اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او طالبانو ته پکار ده، چې د سولې او اوبند لور ونیسي.
ارناوت په ټينګار سره ویلي، که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي او په چټکۍ دې دې هدف ته ورسېږي.
د اروپايي ټولنې استازي یو ځل بیا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او تمه لري چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي او د خبرو په جریان کې بشري حقونه خوندي کړل شي.
اروپايي ټولنه دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د دویم پړاو بین الافغاني خبرو لپاره پرون سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه قطر ته ولاړ.
ټاکل شوې د دواړو لورو تر منځ خبرې نن پیل شي، چې مهم ټکي یې اوربند او د راتونکي نظام څرنګوالی دی.
له اروپايي ټولنې سربېره ملګرو ملتونو او امریکا هم له طالبانو غوښتي، چې اوربند ته غاړه کېږدي او یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان روانه کشاله حل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل