۰

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده

دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده
د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، جګړه په سرحدي سیمه نګورنو قرباغ سیمه کې ده او اذربایجان تر دې دمه له ارمنستان څخه اووه کلي نیولي دي.

د اذربایجان حکومت وايي، دوی پیاوړي دي او ژر تر ژره به په ډېرو سیمو کې د ارمنستان نفوذ ختم کړي.

دواړو لورو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې وې.

په دغه جګړه کې ترکیې د اذربایجان ملاتړ کړی خو ایران بیا د دوه لورو تر منځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې دوې میاشتې وړاندې هم په سرحدي سیمه قره‌باغ کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، له کبله یې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي