د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، جګړه په سرحدي سیمه نګورنو قرباغ سیمه کې ده او اذربایجان تر دې دمه له ارمنستان څخه اووه کلي نیولي دي. د اذربایجان حکومت وايي، دوی پیاوړي دي او ژر تر ژره به په ډېرو سیمو کې د ارمنستان نفوذ ختم کړي. دواړو لورو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. تېره ورځ د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې وې. په دغه جګړه کې ترکیې د اذربایجان ملاتړ کړی خو ایران بیا د دوه لورو تر منځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. د یادونې وړ ده چې دوې میاشتې وړاندې هم په سرحدي سیمه قرهباغ کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، له کبله یې ۱۶ کسان وژل شوي وو. جمهورخبري آژانس:کابل