۰

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۱
افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلا بېل هوکړه لیکونه او یو تړون لاسلیک کړي دي.
افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلا بېل هوکړه لیکونه او یو تړون لاسلیک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیکونه او تړون نن چهارشنبې د تلې ۹ مه د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ لاسلیک شوي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رییسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رییسانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د ویډیویي پیغام له لارې ویلي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند به د ګازو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخو کې ګډ کار او همکارۍ ولري او دغه لویې پروژې د لا موثرو همکاریو د ایجاد لپاره دي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هیوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او د دوی اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي