طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روغتیايي وضعیت او په ټاکنو کې د هغه د ناکامېدو په احتمال اندېښنه ښودلې او د ټرمپ د رغېدو او ټاکنو د ګټلو هیله یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، طالبان هیله لري چې ټرمپ له کرونا ویروس بشپړ جوړ او د ټاکنو کټونکی شي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، دوی د دې غوښتونکي دي، چې ټءمب د ټاکنو کټونکی شي او هغه به له افغانستانه خپل ټول سرتېري وبایسي.
په ورته وخت کې یوه بل طالب چارواکي هم د نوم نه ښودلو به شرط امریکايي رسنیو ته ویلي، دوی په دې اندېښمن و چې ټرمپ کرونا نیولی دی.
د دغه طالب چارواکي په وینا اوس ټرمپ جوړ دی او دوی هیله من دي چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.
خو په ورته وخت کې د ولسمشر ټرمپ یوه ویاند بیا رسنیو ته ویلي، ټرمپ د راتلونکو ټاکنو ګټونکی دی او د طالبانو ملاتړ ته اړتیا نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل