۰
د طالبانو د قطر دفتر ویاند:

د سولې مذاکراتو نتیجې ته تر رسېدو به جګړه دوام ولري

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۴
په داسې حال کې، چې افغان حکومت، نړۍ او سیمې هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، خو دا ډله وايي د سولې مذاکراتو تر پای ته رسېدو پورې به جګړه دوام لري.
د سولې مذاکراتو نتیجې ته تر رسېدو به جګړه دوام ولري
په داسې حال کې، چې افغان حکومت، نړۍ او سیمې هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، خو دا ډله وايي د سولې مذاکراتو تر پای ته رسېدو پورې به جګړه دوام لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې جګړه څه نوې خبره نه ده او تر هغې به دوام کوي، تر چې روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

ډاکتر نعیم وردګ زیاته کړې، چې مذاکرات به دوام کوي او هڅه کېږي دواړه لوري هغه پایلې ته ورسېږي چې د افغانانو خوښه وي.

پر جګړې د ټینګار تر څنګ ډاکتر نعیم د سولې په پروسه کې د پاکستان مرستې هم مهمې بللې، زیاته کړې یې ده، چې دوی د پاکستان په ګډون د ټولو هغو هېوادونو همکاریو ته ارزښت ورکوي، چې د سولې د روان بهیر په اسانتیا کې یي برخه اخیستې ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبان هېڅ بهرني ته په افغانستان کې د مداخلې اجازه نه ورکوي او د ټولو هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي، چې امریکا او متحدینو ته یې له افغانستان څخه خطر جوړي.

د ډاکټر نعیم په وینا هېڅ بهرني ته په افغانستان کې د مداخلې اجازه نه ورکوي او همدا راز د ټولو هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي چې امریکا او متحدینو ته یې له افغانستان خطر جوړوي.

د نورو ډلو پر ضد د طالبانو د مبارزې خبره ډاکتر نعیم پر داسې مهال کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، طالبانو لا هم د القاعده شبکې د لوړ پوړو غړو سره اړیکې نه دي پرېکړې او ان د هغوی څخه اوس هم مشورې اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي