۰
امرالله صالح:

زورواکي شنې ساحې خپله پرېږدي او ملا امامان د نشه يي توکو د پلور شبکو په ټولو کې مرسته کوي

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، زورواکو او بډایو خلکو پولیسو او کابل ښارولی ته خبر ورکړی، چې دوی شنې سیمې په خپله پرېږدي، تر چې خلکو ته خجالت او شرمنده نه شي.
زورواکي شنې ساحې خپله پرېږدي او ملا امامان د نشه يي توکو د پلور شبکو په ټولو کې مرسته کوي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، زورواکو او بډایو خلکو پولیسو او کابل ښارولی ته خبر ورکړی، چې دوی شنې سیمې په خپله پرېږدي، تر چې خلکو ته خجالت او شرمنده نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لړم ۳ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، په خپل اوم تصمیم کې د یې د خلکو دا غوښتنه منلې او کار به پرې ونه لري.

نوموړي ویلي«د څو سیمو بډایه او زورواکو پولیسو او ښاولۍ ته ویلي، چې موږ شنې سیمې په خپله پرېږدو تاسو مو خلکو ته مه شرموۍ، موږ یې هم غوښتنه ومنله.»

دغه راز دی وايي، د شینه سیمې خلکو هم ژمنه کړې، چې د درې پولیسو د قاتلینو په تثبیت او د امنیت به برخه کې به په خپله خوښه له دولت سره همکاري کوي او خپل ځوانان به د همکار په توګه ورمعرفي کوي.

د هغه په وینا د کابل د ختیځ ملا امامانو ژمنه کړې، چې په نېږدې راتلونکې کې به د پولیسو سره د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د شبکو او پلورنځایونو په ټولولو کې مرسته وکړي، نو ځکه د دغه شبکو پر وړاندې تر یوه وخته عملیات درول شوي.

ښاغلی صالح وایي، پخوا هم دغه کار یو ځل شوی خو مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوه او کومه پایله یې نه درلوده، خو دا ځل خلک خپله چمتو دي، چې دغه تور داغ له خپلې سیمې لرې دي.

 صالح وايي، دا مهال په کابل ښار کې هېڅ بې اسنادو او بې پلېټه موټر تګ راتګ نه کوي، نو ځکه لارښونه شوې، چې تر دوه میاشتو پورې به په تم ځایونو او موټر پلورنځیو کار نه درلودل کېږي.

هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که چېرې کوم بې پلېټه یا بې اسنادو موټر په ښار او یا د ښار په پس کوڅو کې ولیدل شو، ضبط او راسآ به د پولیسو د ګزمو په خدمت کې ورکړل شي.

نوموړی وايي، همدا اوس هم سلګونه همدا ډول موټر د پولیسو د ګزمو په خدمت کې دي او خلک باید دا موضوع جدي ونیسي.

همدارنګه صالح وایي، د مجرمینو د عکسونو چاپولو لړۍ دوام لري او تر اوسه پورې څه چې لیدل شوي هغه د خپاره شوي نوملړ له بېخ او وړو څخه غوره شوي دي، ځکه دا یو تکتیکي او قصدي عمل دی.

د ولسشمر مرستیال زیاتوي، چې تر اوسه پورې یو شمېر مجرمینو د ټولنې او خپلو کورنیو د فشار له امله حاضر شوي، چې ځان پولیسو ته وسپاري او د بانډونو د لویو افرادو په نیونه کې مرسته وکړي، چې په وینا یې دوی یې هرکلی کوي، خو حق العبدي مسایل چا ته بښلی نه شي.

خو دی ټينګار کوي، چې دوی د متحدالمال په نوم پالیسي او جامې نه لري، بلکې دا کار به د ټولو په حق کېږي، ځکه تر اوسه چې د ۲۵۰۰ کسانو کوم نوملړ تر لاسه شوی یو یې هم غلت نه دی ثابت شوی، چې منځ کې یې دولتي منسوبین هم شته.

د ولسمشر مرستیال زیاتوي، چې زمرک پیل شوی، د پولیسو ښاري انضباط، د یونیفورم عزت ته پام، د پولیسو له بې ځایه ګرځېدو د مخنیوي او په تولنه کې د پولیسو په داخلي نظم د خلک د باور رامنځ ته کېدو په اړه تعلیمات پیل شوي دي.

نوموړی وايي، د ترهګریزه فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، چې خلک باید ورته جدي پاملرنه او هکاري وکړي، پولیسو او امنیت ته دروغ ونه وایي، ځکه دا یې په زیان دی.

د هغه په وینا د همدې لپاره کوڅه په کوڅه، سرای په سرای او سیمه په سیمه استخباراتي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي