۱

خلیلزاد له ملا عبدالغني برادر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي

پنجشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
خلیلزاد له ملا عبدالغني برادر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او برادر لیدنه پرون چهارشنبې د لړم ۷ مه شوې، چې په کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.

قطر کې طالب ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه لیدنه کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر کامل تطبیق، د پاتې زندانیانو په خلاصون، او له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو په اړه خبرې وشوې.

دی وايي، په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، په شپنیو عملیاتو، له زندانیانو سره پر چلند او هوايي بریدونو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

نوموړي ویلي، چې د افغان دولت له خوا د دغه کړنو تر سره کول هغه څه دي، چې وضعیت د ښه والي پر ځای د خرابوالي خوا ته بیايي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد پرون قطر ته د سفر پر مهال په یوه ټوېټ کې ویلي، سیمې ته به ناامیدۍ راګرځي، ځکه تاوتریخوالی نه دی کم شوی، بلکې زیات شوی دی.

خلیلزاد خبرداری ورکړی و، چې د سیاسي جوړجاړي دروازې به تل تر تله خلاصې نه وي، نو ځکه دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم او د خبرو له لارې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي