۰

خلیلزاد کابل ته راورسېده، له عبدالله سره یې پر سوله خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د سولې په تړاو سفر په ترڅ کې کابل ته رارسېدلی دی.
خلیلزاد کابل ته راورسېده، له عبدالله سره یې پر سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د سولې په تړاو سفر په ترڅ کې کابل ته رارسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن دوشنبې د کب ۱۱ مه کابل ته رارسېدلی او له افغان چارواکو سره یې پر سوله لیدنې او خبرې اترې پیل کړې دي.

خلیلزاد لومړی د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

ښاغلي عبدالله تایید کړې، چې له خلیلزاد او ورسره ټیم سره یې لیدلي او د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د امریکا له لوري د دوحې هوکړې پر بیا ارزونې او راتلونګو کامونه یې ورسره خبرې کړې دي.

عبدالله څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه.»

د یادونې ده، چې د ولسمشر بایډ په رتګ سره دا د افغان سولې په تړاو سیمې ته د خلیلزاد لومړی سفر دی، چې پیلوي یې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو سربېره، طالب استازو، اسلام آباد، اماراتو او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد به له هغو چارواکو او طالب استازو سره له سره خبرې پیل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.

خلیلزاد پر داسې مهال پر افغان سوله د خبرو لپاره سیمې ته سفر پیلوي، چې له یوې د بایډن ادارې له طالبانو سره د دوحې د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی او له بلې خوا د تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي