۰
دفاع وزارت:

ارغنداب کې د طالبانو بریدونه دفع او ۱۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
ارغنداب کې د طالبانو بریدونه دفع او ۱۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۲ مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونو د ارغنداب په تابین، چارغلبه، ده سبزي او شاه آغا دوراهي په سیمو کې د طالبانو بریدونه مات او عملیات یې پرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه جګړه کې ۸۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۷ تنه ټپیان او دغه راز د هغوی ۳۰موټرسایلکونه، چاودېدونکي توکي او وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د کندهار د ملي امنیت چارواکي وايي،  تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د «صفر ۳» ځانګړي قطعې او هوايي ځواک په بریدونو کې ۱۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، دغه عملیات تابین، شاه اغا دوراهي، کوهک، او خسرو په ګډون د ارغنداب ولسوالۍ په ۹ کلیو کې تر سره شوي.

اعلامه زیاته وي چې د ملي امنیت د «صفر ۳» ځانګړي قطعې په عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مرکز او په خسرو کلي کې له چاودیدونکو توکو ډک ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه موټره هم له منځه وړل شوي.

امنیتي چارواکي وايي، د کوهک کلی په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه تیره شپه پاک شوی او لاهم د ارغنداب ولسوالۍ په ګڼو برخو کې د ګډو افغان ځواکونو پلټوونکي عملیات دوام لري.

د یادونې ده، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې نن جګړه اتمې ورځې ته واوښته او لاهم د یادي ولسوالۍ په ۸۰ سلنه برخه کې شدیده جګړه دوام لري.

د ارغنداب ولسوالۍ تر څنګ د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې وايي، هلمند ولایت کې هم ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ اړوند مومين خان سيمه کې د وسله والو طالبانو ۸ تنه جنګيالي وژل شوي، دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل پيکا او يو قبضه راکټ يې له منځه تللي.

سرچینه وایي، د هوايي ځواکونو په ياد بريد کې د وسله والو طالبانو د شل کسيزو جنګیالیو يو قوماندان ملا جمعه ګل هم وژل شوی دی، چې د سرې قطعې جنګیالیو ته يې د ناوې ولسوالۍ په مومين خان سيمه کې د جګړې لارښوونې کولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي