۰

خوست کې د طالبانو بریدونه مات او ۱۲ تنه یې وژل شوي

یکشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
خوست کې د طالبانو بریدونه مات او ۱۲ تنه یې وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په ګورګوري غره سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا د دریېم کنډک سرتېرو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو بریدونه په مکمله توګه مات او هغوی ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د څلورو طالبانو جسدونه د جګړې په میدان پاتې شوې او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دی.

افغان ځواکونو ته په لاس ورغلو وسولو کې دري ميله کلاشينکوف، دوه ميله m4 يو قبضه (RPG7) او یو اندازه مهمات کې شامل دي.

ملي دفا وزارت وايي، په جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند مارجې ولسوالۍ کې هم پر طالبانو هوایي برید شوی او ۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي