۰
مایک پمپیو:

دواړه لوري مې د خبرو ګړندې کولو او پایلې رسېدلو ته وهڅول

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلایو سره تر کتنې وروسته ویلي، دواړه لوري یې د مذاکراتو ګړندي کولو ته هڅولي دي.
دواړه لوري مې د خبرو ګړندې کولو او پایلې رسېدلو ته وهڅول
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلایو سره تر کتنې وروسته ویلي، دواړه لوري یې د مذاکراتو ګړندي کولو ته هڅولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دې سفر کې یې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی پرمختګ ستایلی دی او د لا پرمختګ او چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د سفر تر ټولو مهمه موخه یې دا وه چې خبرې چټکې شي او ژر تر ژره دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي.

افغان او طالب مرکچي پلاویو هم تایید کړې، چې پمپیو او خلیلزاد له دوی سره کتلي او د مذاکراتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د افغان حکومت پلاوی وايي، پمپیو ته یې ویلي، چې د حکومت له لوري د پنځه زره بندیانو تر خلاصونو وروسته د طالبانو تاوتریخوالی د منلو نه دی او دا له امریکا سره د طالبانو د کړې موافقې ښکاره سرغړاوی دی.

طالب پلاوی هم ویلي، چې دوی له پمپیو سره یې خبرو کې ټينګار کړي، چې د دوحې هوکړه باید ملي کړل شي، طالب مشران له تور لېست وایستل شي، طالب بندیان خوشي او د سولې په لار کې پراته خنډونه لرې دي.

د یادونې ده، د مایک پمپیو له دې خبرې چې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی پرمختګ ستايي دا خبره تاییدوي، چې ویل کېږي دواړه لوري په اختلافي مواردو توافق ته رسېدلي دي.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د کویټي یوه لوړ پوړي غړي او دغه راز د افغان حکومت د مرکچي پلاوی یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط لوېدیځو رسنیو ته تایید کړې وه، چې دواړه لوري په اختلافي مواردو توافق ته رسېدلي او ډېر ژر به رسمي خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي