۰
ناټو:

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره سره به په افغانستان کې د ناټو ماموریت دوام ولري.
د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو
 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره سره به په افغانستان کې د ناټو ماموریت دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړيلي پرون د د سمبر لومړی نېټه (د لیندۍ ۱۱مه) د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث وشو.

دی واي، په غونډه کې و ویل، چې ناټو د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې امریکا پرېکړه کړې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ راټیټ کړي، د ناټو روزنیز ماموریت به دوام ولري.

هغه و ویل« او اوس په افغانستان کې زمونږ د ځواکونو له نیمایي زیاته برخه غیر امریکایان دي.»

ده ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې ټول متحدین په افغانستان کې د ماموریت دوام او د تروریزم پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن پاته کیږي.

د ناټو عمومي منشي وايي، د افغانستان د وضعیت څیړلو ته به دوام ورکړي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به مهم تصمیمونه ونیول شي خو په وینا یې تصمیمونه باید په همغږې او منظمه توګه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي