۰
ناټو:

له افغانستان نه د وتلو او نه وتلو په صورت کې خطرونه شته

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، که ناټو له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي هم خطر دی او که یې نه وباسي هم خطر دی.
له افغانستان نه د وتلو او نه وتلو په صورت کې خطرونه شته
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، که ناټو له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي هم خطر دی او که یې نه وباسي هم خطر دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د وتلو په صورت کې ویره دغه چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او د نه وتلو په صورت کې ښايي جګړې دوام وکړي او ناټو تر ډېره په کې ښکېله شي.

نوموړي د جرمني د ډي پي آې خبري آژانس سره مرکه کې زیاته کړې«که موږ په افغانستان کې پاتې شو، د دې خطر شته چې جګړو ته دوام ورکړو او ان د اوږدې مودې لپاره په کې ښکېل پاتې شو. خو که ووځو، زموږ لپاره د دې خطر شته چې افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په خوندي ځای بدل شي او هغه پرمختګونه له لاسه ورکړو چې په ډېرو قربانیو مو لاسته راوړي دي.»

د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او ستونزو د حل یوه لار ده او هغه هم په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې.

دی زیاتوي، که څه هم د دې ضمانت نشتهو چې د افغانستان د سولې کمزروې پروسه دې بریالي شي، خو په وینا یې له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لار نشته ده.

د ناټو عمومي منشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا ټاکل شوې، څو ورځې وروسته قطر کې بیا د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شي او له بلې خوا کېدای شي د نوي میلادي کال په پیل کې زرګونه امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي