۰
امرالله صالح:

ملي امنیت د دښمن په هستو کې نفوذ کړی دی

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست توانېدلی، چې د دوښمن هستو ته لار ومومي او نفوذ په کې وکړي.
ملي امنیت د دښمن په هستو کې نفوذ کړی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست توانېدلی، چې د دوښمن هستو ته لار ومومي او نفوذ په کې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه د شپږ نیمو له غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کابل د ملي امنیت ریاست د خپل کار یوې نوي پړاو ته رسېدلی دی.

هغه لیکلي«په ویاړ غواړم ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل شریفو خلکو ته و وایم، چې د کابل د ملي امنیت ریاست د یوې منظمې برنامې پر بنسټ د خپل کار یوه نوي پړاو ته د ننه شوي دي، په دغه بدلون کې ملي امنیت توانېدلي، چې د دښمن د هستو د ننه رخنه او نفوذ وکړي.»

د نوموړي په وینا په همدې ترتیب په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه ترهګر چې غوښتل یې یو ناورین رامنځ ته کړي نیول شوي دي.

دی وايي، په دې کسانو کې یو هم هغه ترهګر و، چې غوښتل یې په شهزاده سرای کې له پاکستانه ورته رالېږل شوې، پیسې تر لاسه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

ښاغلي دا هم ویلي، چې د کابل پوهنتون په پېښه کې نور پرمختګ هم شوی دی، خو سلا پر دې شې، چې تر څو ورځو پورې یې نور هم جزیات نشر نه شي.

نوموړی وايي، ولسمشر مصمم دی چې له قضایه قوې وغواړي، هغه ترهګر چې په وروستۍ اونۍ کې نیول شوي په علني ډول محاکمه کړي.

صالح وايي، باوری دی کله چې ولس د دغه ترهګرو د اعترافاتو جزیات و واوری یو غږي به شي او د هغوی د اعدام غوښتنه به وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي