۰
امرالله صالح:

د شپږو حوزو ځوانانو په خپله خوښه د شپږنیمو له ټیم سره همکاري پیل کړې

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار د شپږو بېلا بېلو حوزو ځوانانو به خپله خوښه د سهار د شپږنیمو له امنیتي ټیم سره همکاري پیل کړې ده.
د شپږو حوزو ځوانانو په خپله خوښه د شپږنیمو له ټیم سره همکاري پیل کړې
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار د شپږو بېلا بېلو حوزو ځوانانو به خپله خوښه د سهار د شپږنیمو له امنیتي ټیم سره همکاري پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د لیندۍ ۱۳ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي د دوی ټیم د دغه ځوانان له هېوادني احساس او همکارۍ څخه منندوی دي.

ښاغلي صالح ویلي، دغه ځواکونو په خپله خوښه د ښاري نظم د تحکیم لپاره د ښاروالۍ، جنايي جرمونو سره د مبارزې او دغه راز د ښار د ترافیکو د نظم په برخه کې د همکارۍ ټټر ډبولی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال وايي، یاد ځوانان به پر خپلو مټو ځانګړې نښې ولري او د ښاري نظم لپاره به په ترافیکي ګزمو کې برخه واخلي.

نوموړي ویلي«دا له ننداره کوونکو څخه په فعال او عکس العمل ښوودنکي ښاریانو د تبدلېدو یوه بېلګه ده.»

دغه راز ښاغلي صالح ویلي، د نن سهار غونده یې بیا هم د شاه دوشمشېره زیات د یوه پاکوونکي په مادي او معنوي ستاینه پیل کړه.

دی وایي، دغه شخص د غلو د یوې کړۍ څخه چې د یاد زیات له انګړ څخه به یې د عبادت کولو په پلمه د ملاقاتونو قراردګاه جوړه کړې وه او ګټه یې ترې اخیسته پولیسو ته خبر ورکړی وو.

د صالح په وینا له دغه خبر وروسته د دوهمې امنیتي حوزې پولیس لاس په کار شوي او د غلو یاده ډله یې نیولې، چې د شپږنیمو ټیم ترې مننه کوي.

همدارنګه صالح وايي، د هرات رستورانت مالک چمتو شوی، چې د رستورانت شمالي لوری چې له ۲۰ کلونو راهیسې په کثافت دانۍ او کناراب تبدل شوی و پاک کړي او ګونډه خمې آینې پرې ولګوي، تر څو په راتلونکې کې تر دې صحرايي کناراب ګته وانخستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي