۰
امرالله صالح:

درې تنه باج اخیستو چې د صلاح الدین رباني ساتونکی یې وژلی نیول شوي دي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، هغه درې تنه باج اخیستونکي نیول شوي، چې د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني یو ساتونکی یې وژلی دی.
درې تنه باج اخیستو چې د صلاح الدین رباني ساتونکی یې وژلی نیول شوي دي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، هغه درې تنه باج اخیستونکي نیول شوي، چې د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني یو ساتونکی یې وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د شپږنیمو امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون د کابل ښار د کارته پروان په سمیه کې درې غوښتل له خلکو باج واخلي.

نوموړي زیاته کړې، باج اخیستوونکي طیب، میلاد او حنیف نومېږي او هغه مهال یې د صلاح الدین رباني یو ساتونکی وژلی، چې هغه د دوی د باج اخیستنې مخنیوی کاوه.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د ښاغلي رباني د ساتونکي وژل کېدل په طالبانو او داعشي طالبانو پورې اړه نه لري او درې واړه مجرمین نیول شوي دي.

دغه راز ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د خورشید تلوېزیون د یوه کارکوونکي وژل کېدو موضوع هم تروریستي نه بلکې یوه جنايي موضوع ده.

دی وايي، په دې اړه معلومات د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو ریاست سره شته خو دا چې د نوموړي کورنۍ غوښتي، چې عزت او ابرو یې توی نه شي، نور جزیات نه شي ورکولی.

همدارنګه ښاغلی صالح وايي، د اوغلی په نوم یو جعل کاره چې له خلکو یې د تریکې د وېزې ورکولو په نوم ۴۰ زره ډالر اخیستی و هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاتوي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ملي امنیت توانېدلی د طالبانو او داعشي طالبانو ۱۱ غړي هم ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې د ادریس په نوم یو کم عمره هلک هم شامل دی، چې طالبانو ځانمرګي برید ته هڅولی وو.

د ده په وینا د دغه هلک پلار هم د دې په خاطر چې له طالبانو سره یې د خپل زوی اړیکې پټې کړې وې، هم نیول شوی دی.

په ورته وخت کې نوموړی وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل کې ۹ پېښې، چې ۷ یې جنايي او دوه ترهګریزې وې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي