۰

هغه کس چې له یوه صراف نه کابو دوه لکه افغانۍ تښتونې وې ونیول شو

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل هغه کس نیولی، چې له یوه صراف څخه یې ۱۸۰۰۰۰ زره افغانۍ تښتولې وې.
هغه کس چې له یوه صراف نه کابو دوه لکه افغانۍ تښتونې وې ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل هغه کس نیولی، چې له یوه صراف څخه یې ۱۸۰۰۰۰ زره افغانۍ تښتولې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه د پيسو غل قاسم نومېږي او له یوه صراف څخه یې د سپرې پاشلو په واسطه د اطلاعاتو کلتور وزارت مخې ته ۱۸۰۰۰۰ افغانۍ تښتولې وې.

سرچینې زیاته کړې، چې قاسم نومی د پيسو غل پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د پولیسو له خوا د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند سر زیر زمیني په سیمه کې ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له قاسم نومي څخه دوه د مرچو سپرې هم تر لاسه شوې دي.

دغه وزارت خبرداری ورکوي، چې غله، انسان تښتوونکي، د عامه نظم ګډوډونکي او جنایتکاران امن ځای نه لري او پولیس يې په تعقیب کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي