۰
ولسمشرغني:

د کرنیزو محصولاتو ډېټابیس د جوړ او د صادراتو او وارداتو کچه د مشخصه شي

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۳
ولسمشر غني وايي، د افغانستان د کرنیزه محصولاتو لپاره باید ډېټابېس رامنځ ته او د صادراتو او وارداتو کچه باید مشخصه کړی شي.
د کرنیزو محصولاتو ډېټابیس د جوړ او د صادراتو او وارداتو کچه د مشخصه شي
ولسمشر غني وايي، د افغانستان د کرنیزه محصولاتو لپاره باید ډېټابېس رامنځ ته او د صادراتو او وارداتو کچه باید مشخصه کړی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه ارګ کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د هغو د صادراتو په اړه جوړه شوې غونده کې کړې دي.
 
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه ناسته کې، چې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او یو شمېر نورو اړوندو ارګانونو مسوولینو حضور درلود، د وچې او تازه مېوې د پروسس او صادراتو لپاره د هیواد په څلورو زونونو کې د کرنیز کمپلکس د ایجاد په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز په دې غونډه کې و ویل شول، چې د کرنیز کمپلکس ایجاد دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې تطبیق شي.
 
په دغه غونډه کې د مارکېټ پېژندنې او دا چې دغه مارکېټونه د افغانستان کومو کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري، هم بحث وشو.

ولسمشر د یادو مسوولینو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، خصوصي سکتور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږو د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړو.

د ښاغلي غني په وینا متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او سعودي عربستان د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه دي.

خو ټینګار کوي، چې لومړی دې زموږ د کرنیزو محصولاتو ډېټابیس ایجاد او د صادراتو او وارداتو کچه مشخصه شي.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د خصوصي سکتور له ظرفیت څخه باید غوره استفاده وشي.

ولسمشر د اوبو مدیریت چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل ګرځي او همداراز د هغو د صادراتو معیارونه مهم وبلل وې ویل، حکومت دې له خصوصي سکتور سره یو ځای په دې برخه کې کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي