۰

د فیفا بنسټ مشر یوسف رشید په وسله وال برید و وژل شو

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د فیفا بنسټ مشر یوسف رشید په وسله وال برید و وژل شو
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر ښاغلي رشید نن چهارشنبې د مرغومي درېیمه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې خپل کور ته نېږدې وسله وال برید شوی دی.

د رشید خپلوان وايي، نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره د دندې په لور روان و، چې نامعلومه وسله والو کسانو د هغه کور ته نېږدې پرې برید وکړ.

د رشید ورور وايي، د فیفا مشر یوسف رشید په لومړي سر کې ټپي و او روغتون ته د پر لاره یې ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي