۰
صالح:

د هغه افسر قاتل ونیول شو، چې غوښتل یې د نشه يي توکو یو بانډ افشا کړي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کورنیو چارو وزارت د افسر لمر خلیل، چې ټاکل شوې د نشه يي توکو یو لوی بانډ افشا کړي، قاتلین نیول شوي دي.
د هغه افسر قاتل ونیول شو، چې غوښتل یې د نشه يي توکو یو بانډ افشا کړي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کورنیو چارو وزارت د افسر لمر خلیل، چې ټاکل شوې د نشه يي توکو یو لوی بانډ افشا کړي، قاتلین نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«ما ژمنه کړې وه، چې د لمر خلیل قاتلین به پیدا کوم، ځکه د هغه وژنه په مشخصو کشمکشونو کې ریښه درلوده او د قاچاق برانو مشخصې څېرې چې اوس په زندان کې دي لاس په کې درلود، قاتل پیدا شوی او په نېږدې راتلونکې کې به یې اعترافات له خلکو سره شریک کړي.»

ښاغلی صالح وايي، د دغه اعترافاتو شریکول به خلکو ته دا فرصت او زمینه برابره کړي، چې د جرم له تیاره او بدبویه نړۍ څخه خبر شي تر څو ځان او خپل خپلوان د دغه خونړي شر څخه وساتي.

د یادونې ده، چې د کورنیو چارو وزارت افسر لمر خلیل د تلې میاشتې په وروستیو کې د کابل په سرای شمالي کې خپل کور ته نېږدې ترور کړی شو.

هغه مهال د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویل، لمر غوښتل، چې د نشه يي توکو له یوه خطرناک باڼډ څخه پرده پورته او افشا یې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي