ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د ۴۳ وسله والو طالبان د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون پلان درلود، چې ژېړۍ او ارغنداب کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.
سرچینه زیاتوي افغان ځواکونه چې په دفاعي حالت کې دي، د طالبانو څه وار ړومبی کړی او په عملیاتو کې یې ۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، په دغه عملیاتو کې ۳۳ طالبان وژل شوي، ۱۰ ټپیان، یوه اندازه وسلې او مهمات او یو پټنځای یې له منځه وړل شوي دي.
دغه راز دفاع وزرات ویلي، د افغان پوځیانو انجینري ټیم د طالبانو ۴۷ کړۍ بېلا بېل ماینونه هم له منځه وړي دي.
طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل