۰

کندهار کې چاڼیز عملیات: ۳۴ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزه عملیاتو کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
کندهار کې چاڼیز عملیات: ۳۴ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په چاڼیزه عملیاتو کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې د طالبانو ضد چاڼیز عملیات کړي دي.

سرچینه وايي، د عملیاتو پر مهال افغان هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه، چې په کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه هم ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه راز دفاع وزرات زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه پټنځایونه، ۸ عرادې موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دی.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي