د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، افغان حکومت باید هغه کسان، عدالت ته حاضر کړي، چې د ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن دیبورا لاینز دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره لیدنه کې کړې دي.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر روان بهیر او د اوربند په اړه هم خبرې کړې دي.
مېرمن دیبورا لاینز ویلي، افغان حکومت باید هغه کسان، چې په هدفي وژنو کې لاس لري ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
یوازې په تېرو دو میاشتو کې کابو ۷ تنه خبریالان او یو شمېر مدني فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي، چې د یوه مسوولیت هم کومې ډلې نه دی اخیستی.
که څه هم افغان حکومت وايي، د دې ټولو بریدونو تر شاه د طالبانو لاس دی، خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل