۰
دیبورا لاینز:

طالبان باید د پراخ بنسټ حکومت او بشري حقونو ته د درناوې ژمنې عملي کړي

پنجشنبه ۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، طالبان باید د پراخ بنسټ حکومت او بشري حقونو ته د درناوې ژمنې عملي کړي.
طالبان باید د پراخ بنسټ حکومت او بشري حقونو ته د درناوې ژمنې عملي کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، طالبان باید د پراخ بنسټ حکومت او بشري حقونو ته د درناوې ژمنې عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز چې تېره په د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کوله د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي په خپل راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي او بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې له دغه هېواد سره بشري مرستو ته باید دوام ورکړل شي.

مېرمن لاینز و ویل، چې طالبان باید د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو او بشري حقونو ته د درناوي په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د هغې په وینا يوازې د ملي روغې جوړې په اړه پراخې خبری افغانستان د يوې متنوع ټولنې او ثبات پر لور بیولای شي.

‏دې ټینګار وکړ، چې طالبان د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې لا هم خنډ دي او په مختلفو پلمو د دغو ښوونځيو د پرانيستل کېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ديبورا لاينز له ۱۸ میلیونه فقر ځپلو افغانانو سره د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو د ترسره کيدو خبر هم ورکړ، خو غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون لپاره هم ګام اخیستل ضرور دي، څو د بشري ناورين د مقابلې لپاره استفاده ورڅخه وشي.

نومړي ټینګار کړ، چې له افغانستان سره باید بشري مرستې دوام وکړي، ځکه دغه هېواد کې میلیونونه وګړي له بېوزلۍ او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د هغې په وینا دوی وړاندې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنې کړې وه خو ۲۰۲۲ کې باید د نورو بشري مرستو لپاره ۴.۴ میلیارد ډالر مرسته راټوله شي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه غونډه کې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره نوې تګلاره هم اعلان شوه.

د دغه تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د دې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي