۰
د ولسمشر لومړی مرستیال:

د یوه پيلوټ قاتل نیول شوي، د پیلوټانو په نښه کول د طالب د بادار برنامه ده

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغان پيلوټانو په نښه کول او له منځه وړل د طالبانو د بادار له ستراتېژیکو برنامو څخه ده.
د یوه پيلوټ قاتل نیول شوي، د پیلوټانو په نښه کول د طالب د بادار برنامه ده
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغان پيلوټانو په نښه کول او له منځه وړل د طالبانو د بادار له ستراتېژیکو برنامو څخه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند نیازبېک سیمه کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ جګړن غلام دستګیر خان ترور شوی دی.

ښاغلي صالح دا نه دي ویلي، چې دغه پیلوټ څه وخت ترور کړی شوی دي، خو زیاته کړې یې ده، چې پولیسو او ملي امنیت د یاد پيلوټ قاتل نیولی دی.

دی وايي، جګړن غلام دستګیر خان د خپل ورور سره یو ځای د معاملاتو لارښود یوه دفتر تللی و، چې د یوه کس له خوا د بې غږه وسلې په واسطه ډزې شوې او وژلی یې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته پولیسو او ملي امنیت د عیني شاهدان سره له خبرو او مرکو وروسته قاتل تثبیت او ونیوه.

ده ویلي، چې دغه قاتل چې حبیب نومېږي او په غورځنګ مشهور دی، په خپل کور کې له همغه بې غږه ټوپک سره نیول شوی، چې جګړن غلام دستګیر یې پرې ویشتلی وو.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د قاتل له موبایل څخه د جګړن دستګیرخان انځورونه هم تر لاسه شوي او هغه دا عکسونه ځکه په موبایل کې ورسره اچولي و، چې په هدف کې تېروتنه ونه کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د پیلوټانو په نښه او ترور کول د طالب د بادارانو له ستراتېژیکو برنامو څخه دغه باداران یې نه غواړي، چې افغانستان ستراتېژیک بنسټونه ولري.

دی ټینګار کوي، چې د طالب بادار د ده په وینا د ملانصرالدین نظام غواړي، چې له هر اړخه ګاونډي ته اړ وي، خو په خبره یې دا باطل ارمان به یې پوره نه شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې هم د افغان هوايي ځواک د اتل په نوم یو بل پيلوټ هم په وسله وال برید کې وژل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي صالح وايي، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د اجرئیوي مشر یوسف رشید له درې تنو قاتلینو یې هم دوه تنه نیول شوي دي.

نوموړي ویلي، چې دغه قاتلین د مسلمیار په نوم د طالبانو د یوې ډلګۍ، چې په لوګر ولایت کې فعالیت لري غړي دي او یوه تن یې د دې لپاره چې هدف ته سم ورسېږي، د شهید رشید له زوی سره په یوه ټولګي کې درس ویلو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي