د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د نړیوالو همکاریو لپاره د اروپايي ټولنې له کمېشنرې مېرمن یوتا اورپلینن سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوی دواړو خبرې د افغان سولې پر پروسه، راتلونکي مشارکت او په ټول کې له افغانستان سره د اروپايي هېوادونو په همکارۍ راڅرخېدې.
د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې ښاغلي اتمر له اروپايي تولنې څخه د افغان سولې په برخه کې د ملاتړ، همکاري او دغه راز د سولې پروسه کې د تېرو لاس ته راوڼو پر ساتلو د ملاتړ او ټینګار څخه مننه وکړه.
ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې ویلي، له بېړني اوربند څخه ډاډ، پر تل پاتې سولې توافق او په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو فعالانو د هدفي وژنو بندښت د دوحې مذاکراتو دویم پړاو کې د افغان دولت له لومړیتوبونو دی.
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړي، چې دغه ټولنه په غوڅ ډول د افغان سولې او د هغې د بریالیتوب ملاتړ دي.
د یادونې ده، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د اورپايي ټولنې له خوا ۲۰۲۰ کې له افغانستان سره د کړیو ژمنو او همکاريو پر عملي کېدو او دغه راز د لګښت د روڼتوب او ځواب ورکولو په اړه هم خبرې کړې دي.
په اروپايي غړو هېوادونو کې د افغان ګډوالو او د کډوالۍ په مسایلو کې له یو بل سره همکاري هغه بله موضوع وه، چې ښاغلي اتمر او مېرمن یوتا اورپلینن پرې خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل