۰

کرکټ: افغان لوبدلې آیرلنډ ته دویمه ماته هم ورکړه، سریز یې وګاټه

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې سره د یو وروځینو یا پنځوس اوریزه لوبلړۍ دویمه لوبه هم وګټله.
کرکټ: افغان لوبدلې آیرلنډ ته دویمه ماته هم ورکړه، سریز یې وګاټه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې سره د یو وروځینو یا پنځوس اوریزه لوبلړۍ دویمه لوبه هم وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې متحده عربي اماراتو کې تر سره کېږي، پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د دواړو ټیمونو تر منځ دویمه لوبه وشوه.

د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ لوبډلې وګاټه، لومړی یې د توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو او ۵۰ اورونو په پوره کېدو سره یې ۲۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۲۶۰ هدف کېښود.

پال سټرلنګ په زړه پورې لوبه وکړه، په ۱۳۲ توپونو یې د ۴ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په وهلو سره ۱۳۲ منډې وکړې.

د افغان توپ اچوونکو له خوا نوین الحق ۴، مجیب الرحمان ۳، راشد خان او ګلبدین نایب یوه یوه ویکټه واخیسته.

په توپ وهنه کې د افغان توپ وهونکو پیل ښه نه و، ځکه رحمن الله ګربز چې په اوله لوبه کې یې ۱۲۷ او جاوید احمدي، چې ۳۹ منډې یې کړې وې، په دغه لوبه کې دواړه په ۴۸ منډو وسوځېدل.

د ګربز او احمدي له سوځېدو سره ایرلنډۍ لوبډلې ته د لوبې ګټلو هیلې زیاتې شوې، خو رحمت شاه او حشمت الله شهیدي یې د ۱۸۴ منډو په ملګرتیا دا هیلې ورماتې کړې.

رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو د ۲ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په وهلو سره ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو حشمت الله شهیدي بیا ۸۲ منډو وسوځېده.

د رحمت او شهیدي ښه ملګرتیا د دې لامل شوه، چې افغانستان ورکړل شوی هدف په ۴۵.۲ اورونو کې پوره او لوبه له مقابل لوري وګټي.

افغانستان د دویمې لوبې په ګټلو سره د دغه لوبلړۍ جام خپل کړی دی او درېیمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي