۰

د کرکټ ستوری راشدخان د نړۍ مشرانو ته! زما هېواد له ناورین سره مخ دی، یوازې مو مه پرېږدۍ

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او په نړیواله کچه د کرکټ ستوري راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ کړي، چې په دې حالاتو کې افغانستان یوازې پرېنږدي.
د کرکټ ستوری راشدخان د نړۍ مشرانو ته! زما هېواد له ناورین سره مخ دی، یوازې مو مه پرېږدۍ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او په نړیواله کچه د کرکټ ستوري راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ کړي، چې په دې حالاتو کې افغانستان یوازې پرېنږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راشدخان دغه غوښتنه پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه پر خپله فسبوک او ټوېټر پاڼه په انګلیسي، پښتو او درې ژبو کړې ده.

نوموړي په دغه پیغامو کې د نړۍ پر مشرانو غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له دغه حالت څخه د افغانستان په ایستلو کې مرسته وکړي.
 
ښاغلي خان لیکلي«د نړۍ مشرانو!زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي. لطفآ له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ. موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.»

د افغانستان د کرکټ یو مشهور او وتلی لوبغاړی دی راشد خان چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه وال لري پر داسې مهال افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د نړۍ د مرستې غوښتنه کوي، چې همدا اوس د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

د دغه جګړو له امله د ځاني او مالي زیانونو تر څنګ په سوونو زره کورنۍ بې ځایه شوې، چې اوس په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي