۰

د ناټو د دفاع وزرانو غونډه، په ګډه افغانستان کې ځواکونو په اړه پرېکړه کوو

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، که څه هم افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم دی، خو له دغه هېواد څخه د ټولو ځواکونو د وتلو او نه وتلو پرېکړه به په ګډو کوو.
د ناټو د دفاع وزرانو غونډه، په ګډه افغانستان کې ځواکونو په اړه پرېکړه کوو
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، که څه هم افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم دی، خو له دغه هېواد څخه د ټولو ځواکونو د وتلو او نه وتلو پرېکړه به په ګډو کوو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، چې دا مهال په افغانستان کې لس زره سرتېري حضور لري، چې ډېری یې امریکایي نه دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ناټو به د بایډن تر تصمیم وړاندې افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه وکړي؟ و ویل، چې د ناټو ۳۰ غړي هېوادونه او همکاران به سبا په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه په ګډه تصمیم ونیسي.

د ناټو غونده چې پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه پیل شوې نن پشنبې به هم دوام وکړي او په کې به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او خروج په اړه مهمه پرېکړه وشي.

د ناټو مشر وايي، دا د امریکا له نوې ادارې سره د ناټو لومړنۍ غونډه ده، چې خورا مهم او د زیات اهمیت وړ ده.

سټولټنبرګ د طالبانو سره د امریکا کړې هوکړې ته په اشارې وايي، سیمه ده، چې د دوحې په تړون کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د می اوله نېټه ټاکل شوې خو د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل به شرایطو پورې اړه لري.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او په وینا یې له دغه ژمنو څخه مهمې یې دا دي، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي.

دی وايي، چې دا مهال د سولې خبرې له ماتې سره مخ دي او تاوتریخوالی هم د پام وړ زیات شوی، چې دا د منلو نه دي.

د ناټو مشر ویلي، چې دوی په ټول توان د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او خپل حضور برخه یې د پام وړ د دغه پروسې ته ځانګړې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي