د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ نن سه شنبې د زمري ۵ مه په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې له ولسمشر غني سره یې خبرې نن شوې او ښې خبرې وې.
نوموړي ویلي، چې ناټو له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ دوامداره وساتي او دغه راز به افغان ځواکونو ته په بهر کې د پوځي زده کړو زمینه برابره کړي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړې، چې د افغانستان وضعیت خورا ننګونکی دی او باید په اړه یې خبرې اترې وشي.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم تلېفوني خبرو کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ غږېدلی و.
جوبایډن ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی و، چې له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ دوام ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل