۰
ولسمشر غني، طالبانو او پاکستان ته!

د سولې لپاره عمل وکړی، خپلواک افغانستان ومنۍ دا یو فرصت دی

شنبی ۱۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو او پاکستان غږ وکړ، چې د ریښتینې سولې لپاره عملي اراده وښي او یو خپلواک افغانستان ومني.
د سولې لپاره عمل وکړی، خپلواک افغانستان ومنۍ دا یو فرصت دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو او پاکستان غږ وکړ، چې د ریښتینې سولې لپاره عملي اراده وښي او یو خپلواک افغانستان ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن شنبې د کب ۱۶ مه د ملي شورا د ۱۷ مې دورې د درېیم کاري کال پرانست غونډه کې وینا کوله و ویل، چې په تېرو ۴۲ کلونو کې د سولې لپاره داسې مناسب او مهم فرصت نه و رامنځ ته شوی، لکه نن چې رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۴۲ کلونو کې افغان ولس له سولې بې برخې و خو اوس په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې لپاره اجماع رامنځ ته شوې ده او باید له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته کړی شي.

ښاغلي غني و ویل، چې افغان دولت او ولس له بل هر وخت زیات د سولې راتګ درکوي، خو په وینا یې یوې تل پاتې سولې او ثبات ته هغه مهال رسېدلی شو، چې افغان په سوله کې ځان و ویني او مالکیت او رهبري یې د دوی پر غاړه وي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ولس ته ډاډ او ژمنه ورکړه، چې د سولې بهیر کې به یې پر برخلیک هېڅ ډول معامله ونه شي، بلکې د داسې سولې هڅه به وکړي، چې تل پاتې، باعزته او د ټولنې د ټولو ګړو حقوق په کې خوندي وي.

د دې تر څنګ ښاغلي پر دې هم ټینګار وکړ، چې تل پاتې او باغزته سولې ته رسېدل، مدیریت، تدبیر، اراده او قرباني غواړي، ځکه په وینا یې که تدبیر نه وي، دا ډول سولې نه یوازې چې ناکمې او د بې ثباتۍ لامل شوې، بلکې د نظام او ملتونو د پاشل کېدو سبب شوې دي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره ژمن، شعار او عمل یې یو دی او له نورو ټولو خواوو هم غواړي، چې د ریښتینې او باعزته سولې لپاره سره یو موتی شي او خپل شعار او عمل یو کړي.

ولسمشر و ویل«۴۲ کاله موږ له سولې بې برخې و، اوس یو بې نظیره فرصت رامنځ ته شوی، ژمنه درکوم، چې په برخلیک به مو هېڅ ډول معامله ونه شي، سولې ته رسېدل مو ارمان نه بلکې مقدس هدف دی، د دغه هدف لپاره زما شعار او عمل یو دی، نور هم باید خپل شعار او عمل یو کړي، تل پاتې سوله له موږ قراني غواړي، موږ باید د شخصي او ګروهي ګټو تېرو شو، د ولس غوښتونو ته باید رجوع وکړو، د ولس د مقدس هدف په سترګه ورته وګورو، نه د شخصي او ګروهي ګټو په سترګو، زه د یوې داسې سولې لپاره چې تل پاتې، غزت مو په کې خوندي او د ټولنې هر وګړۍ په کې خپل ځان و ویني او حقوق یې مساوي وي، هر ډول قربانۍ ته تیار یم، اما د قربانۍ مانا دا نه ده، چې له مسوولیت نه اوږې سپکې کړم او اساسي قانون تر پښو لاندې کړم.»

د واک د لېږد په اړه:
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د قدرت د تر لاسه کولو لپاره یوازینې لار شفافه او رڼې ټاکنې دي او هر څوک چې غواړي په یوه تل پاتې سولې، ثبات او خپلواک افغانستان کې قدرت تر لاسه کړي، باید د ولس ارادې ته غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې هېڅوک نه شي کولی او نه دا حق لري، چې د افغانستان پر بنسټونو تصمیم ونیسي او یا هم کومه پرېکړه وکړي.

ښاغلي غني و ویل«د قدرت انتقال د ټاکنو له لارې پرته غیرقابل قبول دی، په ټاکنو باندې د نړیوالې ټولنې په شتون کې چمتو یو هر ډول بحث وکړو، ان پر وخت ټاکلو یې هم خبرو ته حاضر یم، هغه کسان چې د دقدرت تر لاسه کولو لپاره د پردیو دروازې ورټکوي، توصیه مې ورته دا ده، چې دا دروازه یوازې د افغان ولس په لاس کې ده، ولس ته رجوع وکړی ولس به د رایې په ورکولو سره دغه دروازه پر مخ درته خلاصه کړي، نو ځکه باید نظام او سیاسي حل لارې ته غاړه کېږدۍ، هڅوک نه شي کولۍ، چې زموږ پر بنسټونو تصمیم ونیسي، دا تصمیم به ولس نیسي، زموږ قانون او بنسټونه به پر ځای وي.»
  
طالبانو ته پیغام:

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره خپل شعار او عمل یو کړي او خپله جدي اراده د مذاکراتو پر میز وښي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې طالبان په وېره او تهدیدونو نه شي کولی ځان هدف ته ورسوي، بلکې ښه لار دا ده، چې دغه ډله سولې په اړه تر شعار تېر شي او په عمل کې ثباته کړي، چې واقعي او تلې پاتې سوله غواړي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړو چې طالبان باید په خپلو ژمنو ودرېږي او د مذاکراتو په میز داسې مثبتې پرېکړو ته ورسېږي، چې پر مټ یې افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات، ملي یووالی او پرمختګ ټینګ شي.

ده و ویل«طالبانو ته مې پیغام دا دی، په هر څه کې چې افغانان ځان ونه ګورۍ ثمر ته نه شي رسېدلی، په وېره او تهدیدونو تاسې څه نه شۍ تر لاسه کولۍ، تاسو باید د افغانانو دا غږ واورۍ، چې له جګړې ستړي دي، خو پر قبرستان سوله نه غواړي، تاسو له شعار نه تېر شۍ په عمل کې ثابته کړي، چې واقعي سولې ته اراده لرۍ، په خپلو ژمنو ودرېږۍ او د مذاکراتو په میز مثبتې پرېکړې ته ورسېږۍ، موږ په هر څه در سره خبرې کولی شو، د جمهوریت لمن پراخه ده، ملت خپل کړۍ، ملت ته رجوع وکړۍ، ځکه جمعي عقل او شعور موږ سولې ته رسولۍ شي.»
 
پاکستان ته پیغام:

افغان ولسمشر غني پاکستان ته په اشارې زیاته کړه، چې اوس د سولې په اړه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او دا یو بې بدیله فرصت دی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره د نړیوالو او سیمې تضمین اړین دی او افغان حکومت هڅه کوي، دا څه تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې کار لپاره افغان حکومت او د ملي روغې جوړې عالي شورا د سیمې او نړۍ په کچه هڅې کوي او له امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې، اسلامي هېوادونو کنفرانس او سیمې هېوادونو سره یې سلا مشورو ته دوام ورکړی دی.

ولسشمر و ویل«په پاکستان غږ کوم، چې واقعي سولې ته راشي، راشۍ، چې دوه خپلواک او مستقل دولتونه او ملتونو یو بل سره ومنو، موږ به د مرکزۍ آسیا هېوادونو لار ستاسو پر مخ خلاصه کړو او په ګډه داسې کار وکړو، چې د چا په ذهن کې هم نه راګرځي، دا د پاکستان لپاره یو ستر فرصت دی، چې تېرو لسیزو سیاست ته بدلون ورکړي او یو خپلواک، آزاد او سرلوړۍ افغان دولت او افغانستان ومني.»

د یادونې ده، چې ولسمشر غني د ایکو اقتصادي کنفرانس کې هم پر پاکستان غږ وکړو چې لاس ته راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د سولې بهیر ناکام شي، تر ټولو ډېر زیان به یې پاکستان و ویني.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو د دې برخې پای کې یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغان دولت او ولس سولې ته رښتینې اراده لري او په خپل ټول توان به د سولې بهیر مدیریت په داسې ډول وکړي، چې تل پاتې، باغزته او نا ماتېدونکې سوله هېواد ته راشي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکا د افغان سولې د بهیر په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې ده.

دغه طرحه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا سپار شوې، چې ویل کېږي، له طالبانو، د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سره به هم شریکه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي