۰
ولسمشرغني:

د سولې پروسه کې به ملکي او نظامي بنسټونه ساتلي وي

دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان به داسې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي، چې د ټولو حقوق په کې خوندي وي.
د سولې پروسه کې به ملکي او نظامي بنسټونه ساتلي وي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان به داسې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي، چې د ټولو حقوق په کې خوندي وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون یکشنبې د سلواغې ۲۶ مه د پخواني شوري لښکرو د وتلو ۳۲ مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې دا خبره کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او سولې د ټينګېدو فرصت رامنځ ته شوی او افغانستان به یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

دی وايي، د افغانستان د خلکو غوښتنه د خلکو په خوښه د نظام رامنځ ته کول کوي او د شوروي پر ضد د جهاد یوه موخه هم همدا وه.

خو په وینا یې د شوري لښګرو وتل مسوولانه و، ځکه چې له امله یې په افغانستان کې څو اړخیزه کرنۍ جګړې پیل شوې او ټول امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان زیربناوې ویجاړې شوې.

ولسمشر ویلي«له دې ټولو باید زده کړو چې د شوروي سرو لښکرو د ماتې اصلي لامل ملي یووالی، د ازادي غوښتونکو سرتېرو واحد صف او د افغانستان مجاهدین و، اوس هم په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې ته رسېدو فرصت رامنځته شوی دی، هغه سوله چې هغه کې زموږ نظامي او ملکي بنسټونه وساتل شي او نسبت تیر ته نور هم قوي شي، داسې سوله چې ټول ځوانان، ښځې، ماشومان او د افغانستان ټوله محرومه طبقه له هغه څخه برخمن شي.»

نوموړي په هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره د افغانانو پر یووالي باندې ټينګار وکړ ویې ویل، افغانستان به داسې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو حقوق پکې خوندي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي