۰

عبدالله: امریکا افغان سولې ته بېړه لري، سیاسیون باید دا عجله درک کړي

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی، نو ځکه باید حکومت او سیاسیون د سولې په برخه کې د امریکا بېړه درک کړي.
عبدالله: امریکا افغان سولې ته بېړه لري، سیاسیون باید دا عجله درک کړي
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی، نو ځکه باید حکومت او سیاسیون د سولې په برخه کې د امریکا بېړه درک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د کب ۱۸ مه د مارشال محمد قسیم فهیم په تلین غونده کې وینا کوله ده او ولسمشر غني ته د امریکا د لېږلي لیک په اړه و ویلو چې امریکا د افغان سولې په برخه کې بېړنۍ ده او د افغانستان سیاسیون باید دا موضوع درک کړي.

هغه و ویل«افغانستان په یوه حساس پړاو او ازمویښت کې دي، له یوه طرحه ټول سوله غواړي او له بلې په دې برخه کې بیړه ده، چې زموږ په کنټرول کې نه ده.»

نوموړي د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو مننه وکړه خو ټینګار یې وکړ، چې افغانستان، له سیاسي، نظامي او نړیوال لحاظه په پېچلو، بحراني او حساس وضعیت کې دی.

عبدالله تایید کړه، چې د امریکا لیک ده ته رسېدلی او په دغه لیک کې د سولې په اړه د امریکا بېړه ښکاره ده.

ده و ویل«زه د امریکا د لیک دفاع نه کوم، خو آیا د افغانستان د خلکو لپاره باعزته او تل پاتې سوله عاجله اړتیا نه ده، هغه څه چې په دې لیک کې ویل شوي، ډېر د بحث وړ نه دي، نو ځکه باید د هېواد مشران او سیاسیون تصمیم وینسي، چې سوله غواړي که نه، که چېر د ټاکنو مساله مطرح وي، نو ټاکنې باید په ټاکلې نېته وشي، خو په اوسنیو شرایطو کې نه شو کولی په درې میاشتو کې ټاکنې تر سره کړو.»

د ملي روغې جوړې شورا مشر ټینګار وکړ، چې نه باید نور څوک له بهرنیو شکایت وکړي، چې ښه دي، که بد خو خپلې کړنلارې باید وسنجوي او پرېکړې وکړي.

ده و ویل«سمه ده، چې په بهرنیو شرایطو په لحاظ موږ د عطف په ټکي کې یو، خو هېڅوک نه شي کولی خپلې غوښتې زموږ پر خلکو تحمیل کړي، نو موږ باید تفرقه ونه کړو، ځکه که پاشلي و، که وغواړو، که ونه غواړو، د نورو غوښتنې پر موږ تحمیلېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په همدې غونډه کې د امریکا له خوا ولسمشر غني ته د لېږلي لیک سره ښکاره مخالفت وکړ.

ښاغلي صالح و ویل، دوی سوله غواړي او سولې ته جدي اراده لري، خو داسې سوله، چې د افغانستان د خلکو غزت په کې خوندي نه وي، د رایې حق ترې اخستل شوی وي، امرانه او فرمایشي سوله وي نه مني او نه به هم د ۳۵ میلیونه انسانانو په برخلیک له ۲۰ کسانو سره کومه معامله وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي