۰

عبدالله: نړیواله ټولنه باید طالبانو ته واضح پیغام ورکړي

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، نړیواله ټولنه دې طالبانو ته روښانه پیغام ورکړي او دغه ډله دې هم د سیاسي حل لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.
عبدالله: نړیواله ټولنه باید طالبانو ته واضح پیغام ورکړي
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، نړیواله ټولنه دې طالبانو ته روښانه پیغام ورکړي او دغه ډله دې هم د سیاسي حل لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه د افغان سولې په تړاو قطر کې جوړې شوې غونډې ته وکړه.

دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، برېتانیا، روسیې، چین، پاکستان او اوزبکستان استازو ګډون کړی او د افغان سولې په تړاو یې خبرې کړې دي.

عبدالله په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بې مخینه انساني ناورین په تړاو بې تفاوته پاتې نه شي او طالبانو ته د سولې په برخه کې روښانه پیغام ورکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له دې پاشلي او خطرناک بحران څخه هېڅ هېواد او هغه چې په دې مېز کې حضور لري ګټه ونه کړي.

ښاغلي عبدالله نړیوالو ته په خطاب کې ویلي، ایا هغه وخت نه دى رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه طالبانو ته د سولې له خبرو روښانه او واضح پېغام ورکړي؟

دی وايي، په وروستیو کې یې له طالبانو وغوښتل، چې د سیاسي حل طرحه دې د خبرو اترو په مېز مطرح کړي، په خبرو اترو کې دې منځګړي ومني او په دې دې پوه شي، چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري.

ده زیاته کړه، چې زرګونه تروریستان د القاعده د دایمي حضور او نورو تروریستي ډلو، له جیش محمد نه نیولې تر لشکر طیبه پورې افغانستان ته داخل شوي او له افغانانو سره جګړه کوي.

په دغه غونډه کې حاضرو استازو په افغانستان کې د وضعیت او د جنګ له شدت څخه اندېښنه ښکاره کړه، د جنګ د ژر درېدو غوښتونکي شول او د سولې خبرو اترو له چټکېدو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی د سولې خبرو اترو د ژر پیلیدو، د جنګ او تاوتریخوالي د درېدو، د یو ټولشموله حکومت د جوړېدلو او د یوې سیاسي حل لارې غوښتونکي شول.

دغه استازو ټینګار وکړ، چې جنګ د حل لار نه ده او دوی تیار دي، چې له سولې وروسته د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي