۰
ولسمشر غني:

نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټنګښت په اړه لازم ضمانتونه ورکړي

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او تل پاتې سولې د ټنګښت په خاطر لازم ضمانتونه ورکړي.
نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټنګښت په اړه لازم ضمانتونه ورکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو او تل پاتې سولې د ټنګښت په خاطر لازم ضمانتونه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې دوري ۱۶ مه چهار چینو ماڼې کې د بېلا بېلو ولایتونو له مشرانو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره په لیدنه کې کړې دي.

ارګ وايي، ښاغلي غني په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغان حکومت په تمامه مانا سولې ته ژمن دی.

ښاغلي غني ویلي« په هیواد کې د جګړې او وینې بهېدنې دوام موږ ته د منلو نه دی. موږ په هیواد کې عادلانه او تلپاتې سوله غواړو او زموږ موخه مستقل، ولسواک او متحد افغانستان دی او باید انقطاع رامنځته نه شي.»

ولسمشر زیاته کړې، چې اساسي قانون د افغانانو ملي وثیقه او د لوبې اصلي قاعده ده او دا مهال د تېرو څلورو لسیزو په پرتله د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت بې ساری دی.
 
نوموړي و ویل«موږ سولې ته رسېږو، نړۍ مو تر څنګ ده، خو باید پر عقل او تدبیر مخ ته ولاړ شو.»

په دغه غونده کې قومي مشرانو او دیني عالمانو، له نظام څخه د ملاتړ، اساسي قانون د ساتنې، باعزته، تلپاتې او عادلانه سولې د تامین، د وروستیو دوو لسېزو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ټاکنو اصل د ساتنې او د جګړې او روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي