په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د متده عربي امارتو له ولیعهد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې، چې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۶ مه شوې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو همدا راز په دې حساسو شرایطو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، متحده عربي اماراتو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکارۍ ډېرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل