۰
عمران خان:

له طالبانو سره له ایتلافي حکومت پرته افغانستان کورنیو جګړو ته ځي

سی شنبه ۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید یو سیاسي جوړجاړي او موافقه وشي.
له طالبانو سره له ایتلافي حکومت پرته افغانستان کورنیو جګړو ته ځي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید یو سیاسي جوړجاړي او موافقه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي اکسیسوس ویب سایټ سره په مرکه کې ویلي، داسې حکومت باید جوړ شي، چې طالبانو ته په کې برخه ورکړل شوي وي.

د هغه په وینا په افغانستان کې سیاسي موافقه د ائتلافي حکومت د جوړیدو معنی لري، داسې حکومت چې طالبان او نورې ډلې پکې شاملې وي. د حل بله لار نشته. 

خان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو په هکله د اندیښنې تر څنګ ویلي،  که طالبان د بري په لټه کې شي، دومره وینې به توی شي چې باور به یې نه کېږي.

هغه ویلي«اجازه راکړئ ووایم چې د افغانستان نه پس که بل کوم هېواد ډېر زیان ګوري، هغه به پاکستان وي.»

عمران خان په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې پاکستان به په هېڅ صورت په خپله خاوره کې امریکا ته پوځي اډې ورنه کړي، ځکه په وینا یې دوی د سولې شریکان دي، خو د جګړې نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي