۰

د امریکا ولسمشر او د برېتانیا لومړی وزیر پر افغانستان غږېدلي

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۹
د امریکا ولسمشر جوبایډن د برېتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره د افغانستان د ورستیو تحولاتو په اړه تلېفوني خبرې اترې کړې دي.
د امریکا ولسمشر او د برېتانیا لومړی وزیر پر افغانستان غږېدلي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د برېتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره د افغانستان د ورستیو تحولاتو په اړه تلېفوني خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر برېتانیا د لومړي وزیر دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جانسون او بایډن خبرې پرون سه شنبې د زمري ۲۷ مه شوې دي.

سرچینه وایي، دواړو لورو په دې تلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوې انساني فاجعې او بحران د مخینوي لپاره یو موتی شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه راز دواړو د حد اکثر افغانسانو د ایستلو لپاره پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ژمنه یې کړې ده.
 
د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، اجازه باید ورنه کړل، چې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼې له منځه ولاړې شي.

دواړو له ترهګرۍ څخه د برېتانیا او امریکا پر ساتنې او دغه راز د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په اړه هم ټینګار کړی دی.

جانسون، بایدڼ ته له افغانسانو سره د خپلو بشردوستانه مرستو او ګډوال ته د پناه د ورکړې په اړه هم معلومات ورکړي دي.

د برېتانیا چارواکو تازه اعلان او ژمنه کړې، چې ۲۰ زره افغانانو ته به په دغه هېواد کې پناه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي