د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسین مرتضوي سره وکتل او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت د سه شنبې په ورځ (د غوايي ۱۸مه) په یوه بیان کې ویلي، چې دواړو لورو د ایران او طالب ډلې ترمنځ د اقتصادي ملګرتیاو د پیاوړتیا او پراختیا، د صادراتو د پراختیا او د ټرانزیټ په مسلو خبرې اترې وکړې.
د ایران مرستیال سفیر له راستنېدونکو سره د ایران د بشري مرستو چمتووالی څرګند کړ ویې ویل: ډېر ژر به د خوراکي توکو په ګډون د بشري مرستو بستې هغو افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره چې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي اقتصاد وزارت په همکارۍ دغې کمېټې و وېشل شي.
جمهورخبري آژانس