۰

فاریاب کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۰
په فاریاب ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالب جنګیالیو د پخواني حکومت یو سرتېری په یوه ساحوي محکمه کې په ډزو وژلی دی.
فاریاب کې یو پخوانی سرتېری د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو
په فاریاب ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالب جنګیالیو د پخواني حکومت یو سرتېری په یوه ساحوي محکمه کې په ډزو وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى "توخته مش" نومېده او د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوى دى.

دغه پخوانى سرتېرى د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ د ميرشادي کلي اصلي اوسيدونکى و.

سرچينې زياته کړې، چې يو طالب قوماندان دغه پخوانى سرتېرى د خپل ورور د وژلو په تور په ډزو وژلى دى.

ویل شوي، چې دغه پخوانی سرتېری مخکې هم د طالبانو له خوا نیول شوی و او ۷۰۰ زره افغانۍ نغدې او ۳ میله کلاشینکوفونه یې هم ورکړي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي