۰
جوبایډن:

د اګست تر وروستې نېټې به له افغانستانه د وتلو پروسه بشپړه شي

دوشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۵
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلی تمه لري، چې د اګست د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له افغانستان د امریکايي ځواکونو او له دوی سره د لسګونه زره کسانو د وتلو پروسه پشپړه شي.
د اګست تر وروستې نېټې به له افغانستانه د وتلو پروسه بشپړه شي
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلی تمه لري، چې د اګست د میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له افغانستان د امریکايي ځواکونو او له دوی سره د لسګونه زره کسانو د وتلو پروسه پشپړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډ ټینګار کړی، چې هیله لري د ایستلو دا بهیر د روانې میاشتې تر وروستۍ نېټه هغه خوا ته ونه غّځېږي.

هغه پرون یکشنبې خبریالانو ته و ویل«ګورو چې څه کولی شو، لا ډېره اوږده لار پاتې ده او ښايي ډېر څه د توقع خلاف پېښ شي، خو هیله لرم چې دغه نېټه ونه غځول شي.»

بایډن دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې اروپايي ټولنې خبرداری ورکړي، چې تر دې نېټې د افغانستانه د ټولو کسانو ایستل، چې باید وایستل شي امکان نه لري.

باید و ویل شي، چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته لسګونه زره افغانانو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته پدې هیله مخه کړې چې د هیواد نه بهر ووځي.

هلته اوس مهال ډېره ګډوډي ده ان خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، چې طالبان یې مسوولیت پر امریکایانو اچوي.

خو د امریکا ولسمشر د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر په هغې برخې کې چې د امریکایي ځواکونو په کنټرول کې ده، د زورونکو پیښو په هکله ویلي، دا د وتلو د بیعې برخه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د کړاو، مرګ ژوبلې او هغو زړه زورونکو پیښو پرته د دومره کسانو ایستل هېڅ امکان لري.

خو د طالبانو یو چارواکي امیر خان متقي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، امریکا د خپل ټول قوت او امکاناتو سره په هوایي ډګر کې د نظم په راوستلو کې ناکامه شوې.

متقي وویل چې د هوایي ډګر پرته په ټول هیواد کې سوله او آرامي ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي