۰

امریکا کابل کې په هوایي برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل څېړي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
امریکا وایي، په کابل کې په یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه چې ویل کېږي ملکي وګړي په کې وژل شوي دي، څېرنه کوي.
امریکا کابل کې په هوایي برید کې د ملکي وګړو وژل کېدل څېړي
امریکا وایي، په کابل کې په یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه چې ویل کېږي ملکي وګړي په کې وژل شوي دي، څېرنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن بېل اوربن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې په یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په راپورونو خبر دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د دغه برید په اړه پلټنې کوي خو وايي پوهېږي، چې برید په هوايي ډګر د داعش خراسان ډلې د ژر پېښېدونکي برید مخه نیولې ده.
 
دی وايي، په موټر د هوایي برید نه وروسته په موټر کې د چاودیدونکو موادو له کبله څو قوي چاودنې شوي او ښایي مرګ ژوبله یې اړولې وي.

د امریکا د مرکزي قومانداني ویاند زته کړې«معلومه نده چې څه پیښ شوي خو مونږ یې په هکله څېړنې کوو، که ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، موږ به په ژوره توګه خواشیني شو.»

طالبانو هم تایید کړې، چې په هوايي برید کې له منځه وړل شوی موټر د کابل هوايي ډګر ته روان و، خو دا یې نه دي ویلي، چې موټر د کومې ډلې و.

راپورنه وایي، د امریکا په دغه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۹ غړي، چې شپږ یې ماشومان وو، وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې طالبانو له خوا د افغانستان تر ولکه کولو وروسته دا دویم ځل دی، چې امریکا د داعش په نوم د بې پیلوټه الوتکې په واسطه برید کوي.

امریکا د کابل پر هوايي ډګر کې د تېرې پنشنبې ورځې تر خونړي برید وروسته چې په کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون تر کابو ۳۰۰ افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته یوه ورځ وروسته په ننګرهار کې هوايي برید وکړ.

هغه مهال امریکا ویل چې په دغه برید کې یې د داعش ډلې یو طراح وژلی دی.



جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي