د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په کابل کې د طالب جنګیالیو په مرکزونو دوه وسله وال بریدونه کړي دي.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، لومړی برید تېره شپه ۸:۱۰ بجې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د شهید او تایمني څلورلارې ترمنځ سیمه کې د طالبانو د ترهګرې ډلې په یوه پوسته ترسره شو.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۱ تن طالب ووژل شو او ۲ تنه نور ټپیان شول.
د مقاومت جبهې په یوه بله اعلامیه کې همداراز ویلي چې دوهم برید تېره شپه ۸:۳۵ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د دیوانبیګي په سیمه کې د طالبانو د ترهګرې ډلې په یوه پوسته ترسره شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوهم برید په پایله کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی.
جمهورخبري آژانس