هندي چارواکي وايي، دوی پر دې غور کوي، چې ایا افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي که نه.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د هند د یووالي وزیر نتین ګاداکاري نن یکشنبې د وږي ۲۸ مه کړې دي.
نومړي ویلي، په افغانستان کې پر اساسي پروژو د هند د پانګونې د دوام په اړه به صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر وروستۍ برېکړه وکړي.
ګادکاري وویل «موږ په افغانستان کې سلما بند جوړ کړ…. موږ په دې هېواد کې د اوبو پر سرچینو کار کړی دی، صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر به فیصله وکړي چې ایا هند اوس هم په افغانستان کې پر بنیادي پروژو پانګونه وکړي او که نه.»
دی وايي، هند د یوه دوست هیواد په توګه د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د دغه هیواد د سړکونو، بندونو او نورو پروژو په جوړولو کې همکاري کوله خو اوس هلته وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د یادونې ده، چې هند په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پر سترو او وړو انکشافي پروژو ملیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.
د سلما بند، د نیمروز سړک، د ملي شورا ودانۍ او ځینې نورې وړې او سترې پورې هغه څه دي، چې هند په خپل لګښت په افغانستان کې جوړې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل