هندي چارواکي وايي، د دوی وروستۍ طالبانو برمته کړی وګړی خوشی شوی او له افغانستان څخه هند ته ستون شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو ویلي خوشی شوی برمته مانتو سېنګهـ نومېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړی څه ډول خوشی شوی دی.
دوی وايي، په قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره په یوه وخت دغه هندي وګړی له افغانستان څخه خپل هېواد ته ستون شوی دی.
هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول ویلي چې مانتو سېنګهـ یو له هغو ۷ هندي انجنیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.
د یادونې ده، چې سېنګهـ د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشې کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل