هندي چارواکي وايي، پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې، چې هندي مرسته شوي غنم له د پاکستان له خاورې په ګټنې افغانستان ته ولېږدول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی رسنیو ته زیاته کړې، لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي.
هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده، خو پاکستان دغه لاریو ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې تېر شي او افغانستان ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هند ته به د غنم د انتقال اجازه ورکړي.
خو پاکستان تر اوسه په خپله ژمنه عمل نه دی کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل