۰
عمران خان:

تاریخ ثابته کړې، افغانان بهرنیان نه مني، د پاکستان په ګډون څوک دا واقعیت نه شي بدلولی

سی شنبه ۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، په وار وار یې خبرداری ورکړیو چې د افغانستان جګړه نه شي ګټل کېدای.
تاریخ ثابته کړې، افغانان بهرنیان نه مني، د پاکستان په ګډون څوک دا واقعیت نه شي بدلولی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، په وار وار یې خبرداری ورکړیو چې د افغانستان جګړه نه شي ګټل کېدای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې وروسته له هغې چې د امریکا ګانګرس په وروستۍ استماعیه غونده کې پاکستان یې افغانستان کې د امریکا د ماتې لامل وباله په یوه لیکنه کې واشنګټن پوست ته کړې.

نوموړي د امریکا او افغانستان د مخکني حکومت پر تورونو نیوکه کړې اود امریکا د کانګریس وروستۍ استماعیه غونډه ورته بوږنوونکې بللې.

خان په دغه لیکنه کې ویلي، د امریکا کانګرس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو د ستاینې پر ځای پاکستان د امریکا د ماتې عامل وباله.

خو په وینا یې ده په وار وار خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان جګړه نه شي ګټل کېدای ځکه تاریخ ثابته کړې، چې افغانان په خپله خاوروه کې د هېڅ بهرني حضور نه مني.

ده ویلي«اجازه راکړئ چې سپینه ووایم، له ۲۰۰۱ څخه ما په تکرار خبرداری ورکړی چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شي، د دوی تاریخ ته په کتو، افغانان د بهرنیو ځواکونو حضور نه شي منلی، او د پاکستان په شمول هېڅ بهرنی دا واقعیت نه شي بدلولی.»

عمران خان د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ په اړه ویلي چې امریکا یې هم ملاتړ کړی او له طالبانو سره د امریکا ملاتړ په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې پیل شو.

نوموړي ویلي، د امریکا د هماغه وخت ولسمشر رونالډ رېګن سپینې ماڼۍ ته وبلل او سي آی اې او آی ایس آی د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وروزل.

عمران خان د خپلې لیکنې په پای کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې اوس تر ټولو ښه دا ده چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، که طالبان ډاډه شي چې بشري مرستې ورسره دوام کوي هغوی به د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته انګېزه پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي